کندهار والي وايي، اوس هم د کندهار پوهني ریاست د زورواکانو تر لاس لاندي دی

راپور: نقیب صدیقي

کندهار والي وایي، لا هم د کندهار د پوهني په برخه کي زورواکان حاکم دي او په دې برخه کي د پام وړ اصلاحات نه دي راغلي.

هغه د ښوونکي د ورځي په لمانځغونډه کي وویل، د زورواکانو پر وړاندي باید ښوونکي، مسٔوولین او نور ټول کسان ودریږي تر څو د پوهني په برخه کي پرمختګ سوی وي.

په غونډه کي د پوهني رئیس عبدالقادر پیوستون د پوهني د وزیر په پیغام کي وویل، هغه ښونکي چي ليسانسه وي په معاشاتو کي يې زياتوالی راغلی دی.

هغه وویل، دوه زره افغانۍ یوازي د هغه ښوونکو پر معاش اضافه سوي دي چي لیسانسه وي.

ښاغلي پیوستون وویل، ۵۰۰ تنو ته د پوهني وزارت پور هم ورکړی او راتلونکی کال هم پلان سته چي شاوخوا پنځه زره نورو ښوونکو ته دغه وزارت پور ورکړي.

په دغه غونډه کي ښوونکو هم د خپلو ستونزو په اړه خبري وکړې او غوښتنه يې وکړل چي باید د ښوونکو د معاش، سرپناه او ځیني نوري ستونزي په جدي ډول حل سي.

کندهار د هغو ولايتونو له جملې څخه دی چي زيات ښوونکي يې د سرپناه ځايونو د نشتون څخه سر ټکوي او دغه راز ادعا کوي چي معاشونه يې په مياشتو مياشتو نه ورکول کيږي.

که څه هم په دې برخه کي مسوولینو په وار وار د ستونزو د له منځه تلو ژمني کړي دي خو لا هم یادي ستونزي پر ځای پاته دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...