په بغلان کي دکوچیانو څړ ځایونه غصب سوي

راپور: نورګل اندړوال
کوچیان وايي، که ددې ستونزي د مخ نیوي په هدف یې ولایتي اداره جدي کار ونه کړي مالداري به پریږدي .
دکوچیانو امریت دغه ستونزي مني خو والي وايي، په ځينو برخو کي چي حکومت حاکمیت نه لري باید ترهګري ډلي اونامسٔوله وسله وال له کوچیانو سره د  انصاف څخه کار واخلي .
بغلان کي کوچیان او مالدران ادعا لري چي څړ ځایونه یې ددې ولایت په ولسوالیو کي زورواکو او یو شمیر نورسیمیزو مخورو غصب کړي او هلبندونو ته د تلو پرمهال دباج ورکولو په مقابل کي په خپلو څړځایونو کي یې رمې پيايي چي ددې سربیره  ځيني ډلې دعشر او ذکات پرنوم هم ترې پیسي اخلي.
بغلان کي دکوچیانو آمر یت هم مني  چي څړ ځایونه  غصب سوي  او د یو شمیر ډلو له لوري دباج ترڅنګ له کوچیانو عشراو ذ کات اخیستل کیږي خو ولایتي اداره پردې سربیره چي د کوچیانو دغه ستونزي تایدوي له همدې  ډلو غواړي چي له کوچیانو اومالدارانو سره دې دباج او عشر اخیستوپروخت له انصافه کارواخلي .
د بغلان کوچیان وايي هرمالدار هلبندونو ته دتلو پرمهال تر سل زره افغانیو زیات باج ورکوي او که دغه لړۍ همداسې دوام وکړي په دې ولایت کي به کوچیان له مالدارۍ لاس واخلي .

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...