د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وایي، چي د سرحدي ځواکونو په جوابي برید کي ۱۳ وسله وال وژل سوي او اوولس نور ټپیان دي.
دده په وینا دغه وسله وال ټول پاکستانیان دي چي غوښتل یې سرحدي پوستي کمزورې کړي.
رازق وایي دغه کسانو خپل مړي او ټپیان نن سهار ګلستان نومي سیمي ته لېږدولي دي.
هغه له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، چي سرحدي ځواکونه پیاوړي دي او چا ته به اجازه ور نه کړي چي په ورته بریدونو سره دغه مهمي سیمې نا امنه کړي.
نوموړي د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون