د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په سنګرسري سیمه کي د ولسي جرګې د یوه نوماند په غونډه کي چاودنه سوې.
له سیمي څخه د هیواد تلوېزیون خبریال میلاد حمیدي وايي، چي دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا یوه نیمه بجه د ناصر مومند چي ولسي جرګې ته کاندید دی په غونډه کي سوې.
د لومړنیو معلوماتو له مخي په دغه چاودنه کي لس تنه وژل سوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
تر اوسه د چاودني نوعیت نه دی معلوم او نه یې هم مسٔوولیت چا منلی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون