محمد ناصر مبارز د تیري سه شنبې په ماښام په کندهار کي د وسله والو په یوه غلچکي برید کي لومړی ټپي سو او وروسته یې په روغتون کي ساه ورکړل.
ځوانانو شهيد محمد ناصر مبارز پر خلګو او خاوره مين شخص ياد کړ او د هغه شهادت يې د کندهار لپاره لويه تشه وبلل.
په دغه مراسمو کي د محمد ناصر مبارز ورور وویل، که څه هم زیات خواشینی دی خو وايي، هیواد کار او قرباني غواړي.
هغه وویل، لوی دښمن ناپوهي ده چي باید په پوهي سره یې مخه ونیول سي تر څو اوسنۍ ناخوالي ورکي سي.
دغه راز د کندهار د اطلاعات او کتلور رئیس هم محمد ناصر مبارز پر هیواد مین شخص وبلی او وايي، چي د هغه لوی ارمان یو سوله ییز افغانستان وو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون