تمه ده چي له غزني پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کي سبا د ولسي جرګې د انتخاباتو د کاندیدانو کمپاینونه رسماً پیل سي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وویل:
“د انتخاباتي مبارزو رسمي اعلان کوو، د جمعې په ورځ د تلي په شپږمه به پیل سي او تر پنځه ویشتمي نیټې به دوام وکړي>”
دا کمپاین به تر دوه نیم زره د ډیرو کاندیدانو له لورې ترسره سي او بیا دوې ورځي د سکوت دي او تر هغه وروسته به د تلي په اته ویشتمه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون