راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د تري جي خصوصي اکاډمي څخه ۱۵۰ تنه زده کوونکو له انګلیسي، کمپیوټر او وړکتون څخه فارغ سوه.
د ( تري جي ) یا دریم نسل اکاډمي مسٔوول فريد احمد رشيدي په دې اړه جوړه سوې غونډه کي وویل، هڅه کوي چي د خپل هيواد د بچيانو په روزنه کي نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي او دغه راز دا د ټولو مسؤليت دی چي ماشومان او نوي ځوانان د تعليم په ګاڼه سمبال او ټولني ته يې د ښه خدمت په موخه وړاندي کړي.
هغه زیاته کړه، د ۱ کال او ۲ مياشتو په موده کي يې انجوني او هلکان ( ۳۰ ) تنه د کمپيوټر، ( ۷۰ ) تنه د انګلېسي او ( ۵۰ ) تنه د وړکتون له دورو څخه فارغ کړي دي.
په دغه غونډه کي د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وویل، د پوهني د پياوړتيا په برخه کي بايد ټول خپل مسؤليت اداء کړي او دا د ټولو دنده ده.
هغه له ټولو زده کوونکو او والدینو څخه يې غوښتنه وکړه چي په دغه لاره کي پوره هڅه او کوښښ وکړي ترڅو د خپل تعليم په واسطه خپل کړېدلي ولس ته د هوسا ژوند زمينه برابره کړي .
منیب وویل، دا د ټولو مسؤليت دی چي د تعليم په ډګر کي لاسونه سره ورکړي او په دغه برخه کي په پوره ايماندارۍ او مېړانه مخ په وړاندي حرکت وکړي.
په کندهار کي په دې وروستیو کي خصوصي وړکتونونه، ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه د پام وړ زیات سوي دي، خو خلک بیا د اکثره دغه مرکزونو له لوړ فیس څخه شکایت کوي او وايي، چې باید ډير لوړ فیس وانه خلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون