راپور: سردار محمد زیارمل
د چارواکو په وینا ورته خوني د افغانستان په پنځو نورو لویو ولایتونو کي هم پراانیستل سوي دي او موخه يې د افغانستان صنایعو او معدنونو ته پرمختګ او وده ورکول دي .
بل لوري ددغه ولایت صنعتکارانو د داخلي تولیداتو څخه د جوړ سوي نندرتون پرمهال د صنعتي پارک او برښنا نشتوالي او پر خامو موادو زیاته مالیه هغه ستونزي یادي کړې چي، ددوی د تولید پر وړاندي یې خنډونه جوړ کړي دي .
د یادي خوني د پرانیستي په مراسمو کي د پلازمیني کابل څخه راغلو چارواکو، د ذکر سوی ولایت ګڼ شمیر صنعتکارانو او سوداګرو برخه اخیستي وه .
د صنایعو او معدن خوني د پرانیستې مراسمو پر مهال د یاد ولایت د بېلابېلو تولیدي فابریکو تولیدات هم نندارې ته اېښودل سوي وو . صنعتکاران وايي، چي دولت ورته تر اوسه همغسي چې لازم دي ، په یاده برخه کي د پام وړ سهولتونه نه دي برابر کړي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو د عامل هیت رئیس رحیم الله سمندر وايي، چي ورته عرفې یې د افغانستان په پنځه نورو لویو ولایتونو کې هم پرانیستي دي او اساسي موخه یې د داخلي صنعت او معدنونو ته پرمختګ ورکول دي.
په یاد ولایت کي دا مهال ۲۳۰ کوچنۍ او متواسطي فابریکې فعالیت کوي.
صنعتکاران وايي: چي که په هیواد کي د صنعتکارانو ستونزو ته د حل لازمي لارې چاري وموندل سي، ښايي ډېر ژر به افغانستان د واردتي هیواد پر ځای د یوه تولیدي هیواد نوم خپل کړي .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون