راپور: نورګل اندړوال
بغلان کي د سولي لپاره دافغان ښځو ملي اجماع غونډه کي غوښتني له حکومت دا سوي چي د تیرو اوږد مهاله جګړو اصلي قربانیاني ښځې دي او په کارده چي په دې برخه کي په ښځو پانګوني وسي او په کلیو او بانډو کي دسولي لپاره ښځي مټي را ونغاړي.
دبغلان والي له مرکزي چارواکو غوښتي چي د سولي لپاره طالبانو ته د افغان حکومت زارۍ دخلکو په باور د کمزورتیا نښي دي او باید له دې سیاست څخه کار وانه خیستل سي خو آمنیه قومندان بیا د والي دخبرو برعکس څرګندوني کړي.
بغلان ته د ولسمشرۍ ماڼۍ ، اجرایه ریاست ، سولي شورا او دهېواد دلومړۍ میرمني د دفتر مشاورین راغلي او دسولي لپاره یې د افغان ښځو ملي اجماع جوړه کړې.
غونډه کي بغلانۍ میرمني او دولسمشرسلاکاره هېواد ته دسولي په راوستو ټینګار کوي او وايي چي نور له جنګه ستړي دي .
غونډه کي د بغلان والي وايي، تر څو چي زیات مرکزي حکومت په طالبانو دسولي ږغ کوي عام ولس دا فکر کوي چي حکومت کمزوری دی خو د بغلان آمنیه قومندان بیا د والي دخبرو خلاف لیدلوری لري .
افغان ښځې وايي چي دتیرو لسیزو اوږد مهاله جګړو تر ډیره دوی زیانمنې کړي او شونې ده چي افغان حکومت د ورته غونډو په ترسره کولو سره د سولي په برخه کي د بل هروخت اغیزمن کار وکړي او روانو جګړو ته هېواد کي دپای ټکی کښیږ دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون