غزني ته باید د لومړۍ درجه ولایت اسانتیاوي برابري سي

ولسمشر غني نن د غزني ولایت د ولایتي شورا له غړو سره د خبرو پر مهال ویلي چي ددغه ولایت د امنیت او ټولو اسانتیاوو لپاره یې اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې ده. .

دده په وینا د غزني ولایت ته باید د لومړۍ درجه ولایت ټولي اسانتیاوي برابري سي او په دې اړه یې کابیني ته هم لارښوونه کړې ده.

د غزني د ولایتي شورا غړو له ولسمشر غني غوښتي، چي په دغه ولایت کي د امنیتي ځواکونو شمیر لوړ سي، د ولایتي ادارو تشکیلات ډیر سي، د ښووني روزني او لوړو زده کړو په برخه کي دغه ښار ته لا ډیره توجه وسي، د وروستۍ جګړې له امله د ویجاړیو بیا رغونه وسي او په روغتیايي برخه کي سته ستونزي له منځه یوړل سي. ولسمشر غني ویلي چي د غزني د ښاریانو ستونزي یې واوریدي او ډېر ژر به یي د حل لپاره اقدام وسي.

هغه همدا راز په دغه ولایت کي د سل میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه لوی تالار د جوړولو سپارښتنه هم کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...