راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د مدني فعال او راتلونکو پارلماني ټاکنو ته نوماند ناصر مبارز چهارشنبه خاورو ته وسپارل سو.
ناصر مبارز د سې شنبې ماښام په یوه غلچکي برید کي لومړی ټپي او بیا يې وروسته په روغتون کي ساه ورکړه.
ناصر مبارز ته نژدې ملګري هغه یو روشنفکره ځوان او د ټولني خواخوږی او اصلي بچی یادوي، او زیاتوي چي، په روانه جګړه کي دواړو لورو ته یوازي افغانان وژل کیږي.
بلخوا د کندهار یو شمیر مدني فعالین پدې نظر دي چي جګړه د حل لار نده او له وسلوالو غواړی تر څو له افغان حکومت سره د سولي میز ته کښيني.
د دوی په خبره د ځوانانو او مدني فعالینو په وژلو د جګړې غاړي خپل اصلي هدف ته نسي رسېدلای.
که څه هم د کندهار ولایتي مسؤلین د یادی پيښي په اړه د پلټنو خبري کوي خو امنیتي مسؤلین ډیری وخت د دا ډول پيښو د عاملینو په نیولو کي ندي بریالي سوي.
بلخوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استول سوي پيغام کي د ناصر مبارز د وژلو پړه منلې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون