د ناټو عمومي منشي ویلي، چي له افغانستان د وتلو اراده نه لري

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په نیویارک کي ویلي چي له افغانستان د وتلو اراده نه لري. دده په خبره له افغانستان ددوی وتل به تر پاته کیدلو په لوړه بیه ورته پریوځي.

د ناټو مشر په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد پر روانه مبارزه ټینګار کړی دی او وایي، تر هغه به ددغه ډلو پر وړاندي جګړه کوي چي ختمه سوې نه وي.

د ناټو عمومي منشي همدا راز ویلي چي که ددوی ځواکونه له افغانستان وځي نو طالبان به بېرته راګرځي، داعش ډله به خپلي جګړې پراخوي او په دې توګه به په افغانستان او سیمه کي د جګړو او خونړیو پیښو یو بل پړاو پیل سي.

ناټو تر دې وړاندي هم ویلي چي له افغان حکومت او افغانانو سره ولاړ دي او د افغان پوځ ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...