هلمند والي محمد یاسین له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، په دې وروستیو کي د کجکي بند په شاوخوا کي پاکستاني او ایراني وسله وال لیدل سوي دي

دده په وینا د کشفي معلوماتو له مخي دوی خبر سوي چي دغه کسان غواړي کجکي بند ته زیان ورسوي، خو افغان ځواکونه یې دنیولو په لټه کي دي.

محمد یاسین وايي دغه کسانو څو څو ځله له کجکي بند د ډرون کمرو پر مټ ویډیوګان او انځورونه هم اخیستي دي.

هغه وايي له دغو کسانو سره سیمه ییز طالبان او وسله وال مرسته کوي، خو بیا به هم بریالي نه سي چي خپلي موخې ته ورسیږي.

بل پلو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا ویلي، چي طالبان ددغه بند ساتنه خپل مسٔوولیت بولي او کومي مغرضي ډلي ته به اجازه ور نه کړي چي بند ته زیان ورسوي.

تر دې وړاندي هم د جنوبي ولایتونو چارواکو ویلي وو، چي ایراني او پاکستاني وسله وال هڅه کوي هلته پر سیندونو سته واړه او لوی بندونه و نړوي یا نورې وسله والي ډلي دغه کار ته وهڅوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...