په مصر کي د چین د صادراتو نندارتون جوړېږي

د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخي په مصر کي د چین د صادراتو لومړنی نړیوال نندارتون جوړېږي، چي په همدې موخه ددغه هېواد بندر ته د ځینو توکو استول پیل سوي دي.

د سپتمبر په ۲۲مه نیټه د مصر سعيد بندر ته د هغه توکو لېږل پيل سول چي د چين د صادراتو په لومړي نړيوال نندارتون کي به نندارې ته ایښودل کېږي.

په دې توکو کي د مصر کلتوري لاسي اثار، فرهنګي توکي، منسوجات، طبي سامانونه او صنعتي توليدات شامل دي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...