د ولایتي شورا مسٔوولین وايي، د کندهار پوهنتون دي هغو محصلینو ته اسانتیاوي برابري کړي چي دشپي په پوهنتون کي زده کړي کوي

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار پوهنتون د شپې پوهنځیو محصلین شکایت کوي چي پر یوه سمسټر شاوخوا اوه زره افغانۍ ورڅخه اخستل کیږي چي دوی د زیات فیس د وروکول وس نلري.

د کندهار ولایتي شورا د محصلینو یاده ستونزه مني او وايي، یاده ستونزه به له اړوند مسوولینو سره شریکه کړي.

د کندهار د ولایتي شورا رئيس سیدجان خاکریزوال وايي، په دې اړه يې پلټني پیل کړي چي په خبره یې دا کار د ریاست جمهوري له لوري سوی دی.

دی همدا راز وايي، دشپې پوهنتون ډیری محصلین دولتي مامورین  دي چي دولت باید لار نوره همکاري ورسره وکړي.

بلخوا د کندهار پوهنتون مسوولین وايي، د شپې د پوهنځیو د مقررۍ پر اساس دا کار سوي.

دکندهار پوهنتون مرستیال انجینیر شیرشاه رشاد وايي، یوازي کندهار نه بلکي د هیواد په ټولو پوهنتونونو کي د شپې د پوهنځیو له محصلینو څخه یو ډول فیس اخستل کیږي.

د کندهار د ولایتي شورا رئيس همدا راز زیاتوي چي د پوهني ریاست باید د پوهني په برخه کي پرتې ستونزي ټولي حل کړي.

دده په خبره له کوچنیو ستونزو څخه لويي ستونزي راولاړیږي.

باید وویل سي چي نن د کندهار ښار یو شمیر زده کوونکي د مظاهرې پر مهال د ښوونځیو د آمرینو د لیري کیدو غوښتنه وکړه.

د ولایتي شورا مسوولین وايي، دوی د ستونزو د حل په موخه په کندهار کي د ټولو ارګانونو څخه د نظارت لړۍ راپيل کړې ده.

دوی وايي، ډیر ژر به په کندهار کي د رغنیزو پروژو او سولر برېښنا بشپړ راپور د رسنیو سره شریک کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...