د کندهار د ترافیکو مدیریت مسؤلین وایي، چي یادو کسانو ته د نقلیه وسایطو د چلوني اسناد د ۱۵ ورځنۍ زده کړي وروسته ورکول سوه.
بل لوري ته هغه کسانو چي د موټرچلوني زده کړي یې بشپړي کړي وایي چي د لېسنس اخیستلو په ۱۵ ورځني کورس کي یې د موټر چلوني زیات قوانین زده کړه.
کندهار ولایت چي په دې وروستیو کي پکښي ګڼه ګوڼه زیاته سوې ده ور سره سم د دې ولایت د ترافیکو مدیریت له لوري د نقلیه وسایطو د چلوونکو لپاره د ترافیکي زده کړو په موخه روزنیز کورسونه جوړ سوي، چي تر دا مهاله د دې کورسونو څخه په زیات شمیر کسان فارغ سوي او لېسنسونه یې تر لاسه کړي دي .
د ترافیکو مدیر وايي، چي د موټر چلوني زده کړي د لړۍ په ۵ دوره کي یې د دې کورس څخه ۱۳۴ تنه فارغین ورکړه چي یادو کسانو ته تر امتحان اخیستلو وروسته لېسنسونه ورکول سوه.
نوموړي زیاته کړه چي د ۵ دورې لپاره ۱۷۷ کسانو نوم لیکنه کړې وه چي ۱۳۴ تنه کامیابه سوه ۸ تنه ناکامه او ۳۵ تنه یې غیر حاضر وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون