په زابل کي یوه بندي طالب ۸ پوليس وژلي او ۴ نور يې ټپیان کړي دي

دغه پېښه د زابل په شهرصفا ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې ده.

په وژل سویو کسانو کي د ولسوالۍ د امنیه قومندانی اداري مدیر، جنايي مدیر او د ټولۍ قومندان هم شامل دي.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وايي، چي د شهرصفا ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کي یوه طالب بندي د ماښام د لمانځه څخه په ګټه اخیستنه له یوه پوليس څخه وسله اخیستې او پر پوليسو يې ډزي کړي.

خو د شهرصفا ولسوالۍ د پوليسو یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي چي برید ګر بندي طالب لاهم ژوندی دی او د ۱۴ ساعتونو په تیریدو سره د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په ودانی کي جګړه کوي.

دا د خپل ډول لمړنۍ پیښه بلل کیږي چي په زابل کي رامنځ ته کیږي.

د زابل پوليس مقامات وايي چي بندي طالب په کندهار کي نیول سوی او څلور ورځي وړاندي له کندهار څخه یادي ولسوالۍ ته د پلټنو لپاره لیږل سوی وو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...