د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د هېواد په لسو ولایتونو کې له ۸۸ زره د ډېرو کسانو نومونه د درغلۍ له امله د رایې ورکوونکو له ليسته لرې سوي او نه سي کولای په ټاکنو کي برخه واخلي.
د ټاکنو کمېسیون په یوه خبري ناسته کي د بادغيس، بلخ، بامیانو، کندهار، خوست، کندوز، لغمان، لوګر، نیمروز او سمنګان ولایتونو د رایې ورکوونکو لومړنی ليست د ټاکنو د څارونکو بنسټونو په حضور کي اعلان کړ.
د کمیسیون د معلوماتو له مخي، په لسو ولایتونو کي د رایي ورکولو پر شرایطو د برابرو ۲،۱ ميلیون رایي ورکوونکو له ډلي ۸۸ زره کسان له ليست لیري سول.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند ذبيح الله سادات ویلي، ډیټابس ته د رایي ورکوونکو د معلوماتو د رسولو بهیر جریان لري او تر اوسه د ۹ ميلیونه رایې ورکوونکو معلومات دې سیسټم کي ثبت سوي دي.
سادات زیاته کړه، دغه کسان د تکراري نوم لیکني، ناسمو معلوماتو، د ۱۸ کلنۍ عمر د نه پوره کیدو او د زیږیدني نېټې د نه لیکلو له امله د دغو ولایتونو له لومړني ليست څخه لیري سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون