په کندهار کي ځايي خبریالان وايي چي د کندهار امنیه قومندان تیره شپه د هغه پایې ایستلي دي چي پاکستان غوښتل اغزن سیم ورباندې وغځوي.
د راپورونو له مخي پاکستاني عسکرو غوښتل د کندهار ولایت د سپین بولدک او ښوراوک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کي اغزن سیم تیر کړي.
افغان سرتیرو د پاکستاني عسکرو ددې کار مخنیوی کړی دی.
ددې کار په مقابل کي پاکستاني عسکرو افغان ځواکونو د جګړې خبرداری ورکړی، خو افغان سرتیرو یې پروا نه ده کړې او ددوی د کار مخنیوی یې کړی دی.
د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق هم امر کړی، چي د پاکستاني عسکرو له لوري جوړي سوي پایې باید ژر تر ژره و ایستل سي.
پاکستاني عسکرو په سیمه کي ځايي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د خبرو وړاندیز کړی دی، خو دوی یې وړاندیز نه دی منلی او ویلي یې دي، چي دوی ته به په سیمه کي د اغزن سیم د غځولو اجازه ور نه کړي.
پاکستان له څو میاشتو راهیسي پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم د غځولو چاري پيل کړي دي، چي افغان حکومت غیر قانوني بللي دي او دغه خط یې غیر رسمي او نا منل سوي پوله بللې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون