ټرمپ دې د شمالي کوریا په اړه ناسمو خبرونو ته غوږ نه نیسي.
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون وايي ځیني کړۍ غواړي د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ رواني خبري پایلي ته و نه رسیږي.
دده په وینا ګڼي امریکايي او نړیوالي رسنۍ له ټرمپ سره د راتلونکې لیدني په اړه منفي تبلیغات کوي.
هغه زیاته کړې، دوی وايي چي ګواکي شمالي کوریا به تر هوکړي وروسته هم اټومي فعالیتونه ولري، خو دا خبره ناسمه ده.
کیم جونګ اون پر ټرمپ ږغ کړی، چي د درواغو او ناسمو خبرونو له اورېدو ډډه وکړي.
د شمالي کوریا ولسمشر دمګړی په چین کي دی او له هغه ځایه به ویتنام ته روانېږي.
په ویتنام کي به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ویني او دواړه لوري به په اټومي برخه کي ځیني هوکړي لاسلیک کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون