کډوالو ته د ځمکو د ویش نوی فرمان صادر سوی دی

 د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر بېځایه سوو، بېرته راستنیدونکو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورنیو لپاره د مناسبو ځکمو د ویش او ځانګړي کېدو په اړه د تازه فرمان د صادریدو خبر ورکړی دی.
نوموړي دغه راز ویلي، په بهر هېوادونو کي د افغان کډوالو وضعیت د تیر په پرتله ښه سوی دی.
د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي یوې خبري ناستي ته ویلي، په دې وروستیو کي د بیرته راستنیدونکو، داخلي بېځایه یوو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته د استوګني د کورونو او د تازه ځای پر ځای کيدو لپاره د مناسبو ځکمو د وېش او ځانګړي کیدو په اړه د ولسمشر د ۳۰۵ شمیري فرمان په ۳۳ مادو کي په روانه میاشت کي نافذ سوی دی.
نوموړي وویل، په تازه فرمان کي د بېځایه سوو کسانو او شهیدانو کورنیو ته هم یوه نومره ځمکه وېشل کېږي چي په پخواني فرمان کي دا ډول څه ځای نه درلود.
 
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...