د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ په راغلي پلاوي کي یوه کس پاکستاني رسنیو ته ویلي، چي پاکستاني لوري له افغان حکومت سره ژمنه کړې، څو د سولي په راوستو او امنیت په تامین کي له یو بل سره نږدې او رښتیني همکارۍ وکړي.
دغه سرچیني همدا راز ویلي چي محمود قریشي یو ځل بیا افغان حکومت ته په پاکستان کي د افغان سرتیرو د روزلو وړاندیز وکړ.
سرچیني زیاته کړې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدا راز غوښتل افغان حکومت ته دا پیغام ورکړي چي نوی لومړی وزیر عمران خان له افغانستان سره د اړیکو جوړولو ته ژمن او رښتینی دی. پاکستاني لوري ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سمي اړیکي کولای سي د سیمي د ښې راتلونکي لپاره ګټوري وي.
پاکستان داسي مهال دغه څرګندوني کوي، چي د سیمي او نړۍ هیوادونه اسلام اباد د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي او افغان حکومت په ځلونو ویلي چي د طالبانو ټولي چاري له پاکستان تنظیمېږي او هلته خوندي پټنځایونه او مرکزونه لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون