په ملګرو ملتونو کي د امریکا ديپلوماتانو ویلي، د امنیت شورا بېړنۍ غونډه یې ځکه راغوښتې چي د یو شمېر غړو هیوادونو ځینو وروستیو هڅو پر شمالي کوریا د بندیزونو عملي کیدل له پامه غورځولي او په دې برخه کي یې خنډونه رامنځته کړي دي.
ددوی په اعلامیه کي ویل سوي چي پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د بندیزونو پر عملي کیدو بحث به د امنیت شورا د دې غونډې اجنډا وي.
تر دې وړاندي په ملګرو ملتونو کي د امریکا سفیري نیکي هیلي روسیه تورنه کړې وه چي د ملګرو ملتونو خپلواک راپور یې ددې لپاره بدل کړی، څو له بندیزونو د مسکو سرغړاوی پټ کړي.
امریکا د ایران په اړه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډي غوښتنه کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون