د افغانستان د لوی ملي ایتلاف غړو په کندهار کي د ټاکنو خپلواک کمیسیون دروازه وتړل

راپور: محمد یار مجروح

د افغانستان د لوی ملي ایتلاف غړو او ولسي خلګو په کندهار کي د ټاکنو خپلواک کمیسیون دروازه د اعتراض په ډول وتړل.

د یاد ایتلاف غړي وايي، افغان حکومت شفافو ټاکنو ته ژمن نه دی او د ټاکنو پروسه سر له اوسه له ستونزو سره مخ ده.

د دوی په خبره تر څو چي مرکزي اداره د ولسي خلګو ستونزي ونه مني د ټاکنو کمیسیون دروازه به  تړلي پاته وي.

د یاد اعترض پر مهال د کندهار  ولسي خلګو وویل چي  په ولسوالیو کي ډیری کسان د نوم لیکني له پروسې څخه پاته دي ، دوی د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزي ادارې څخه وغوښتل تر څو د نوم لیکني پروسه دي بیا پيل سي او د ټاکنو نیټه دي وځنډوي.

د ولسوالیو خلګ وايي، څو ځله يې اړوند ستونزي له مسؤلینو سره شریکي کړي، خو ږغ يې چا ندي اورېدلي.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي وايي، د مرکزي ادارې هڅه داده تر څو شفافي ټاکني ترسره سي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اداري خدماتو رئیس عزت الله ارمان د خلګو غوښتني پر ځای بولي او وايي د ټاکنو لپاره باید شرایط برابر سي تر څو ټول خلګ په ټاکنو کي برخه واخلي.

د ده په خبره مرکزي ادارې د شفافو ټاکنو د ترسره کولو به موخه په ټولو ولایتونو کي تغیرات راوستلي دي.

د افغانستان د لوی ملي  ایتلاف غړي وايي چي دوی د ټاکنو پر شفافیت ډاډه نه دي، او سر له اوسه ددغه کمیسیون په چارو کي ستونزي لیدل کیږي، نو ځکه ولایتي دفترونه د اعتراض په توګه تړي.

د لوی ایتلاف غړي وايي،په همدې لړ کي يې نن په هرات، ننګرهار، بلخ او پنځو نورو ولایتونو کی هم د ټاکنو ولایتي دفترونه د اعتراض په توګه تړلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...