رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي جګړو په هره برخه کي خلکو ته ستونزي جوړي کړي او زیانونه یې ورته اړولي دي.
د کندهار د کرهڼي ریاست مسولين وایي، که جګړې همداسي دوام پیدا کړي دغه ولايت به د غنمو د سختي قحطۍ سره مخ سي.
د کرهڼي رئیس حافظ الله سيدي وایي، د کندهار هغه ولسوالۍ چي د غنمو پراخي مځکي لري، اوس د جګړو سنګرونه دي، چي له امله يې کروندګرو خپلي مځکي پرېي ايښي دي او امن لرو سيمو ته يې ځانونه رسولي دي.
هغه وایي، دا چي د غنمو ته د کرلو وخت لږ دئ، نو بايد کروندګر په دغه وخت کي غنم وکري، خو که له وخته تېر سي، مځکي يې پاتیږي او زیان به یې د کندهار ټول ولس و ويني.
هغه د ښکېلو خواوو غوښتنه کوي، چي جګړې ودروي او کروندګرو ته اجازه وکړي، چي غنم وکري.
بلخوا کروندګر وایي، که اوس د غنمو کرکېله وځنډېږي، بیا ښه حاصل نه ورکوي، ځکه اوس د غنمو د کرلو هغه اصلي وخت دئ.
دوی وایي، هغه غنم چي په ښار او ياهم په امن لرونکو ولسواليو کي کرل کېږي، ټوله ولايت ته بسنه نه کوي، چي له امله یې په ښار کي غنم هم ګرانېږي.
د کندهار ارغنداب، پنجوايي، ميوند، ژېړۍ، ډنډ، دامان، تخت پل او سپين بولدک او نوري هغه ولسوالۍ چي د غنمو ښه حاصلات لري، خو يوازي په سپين بولدک او دامان امن ولسوالۍ ګڼل کيږي، چي د کرني مسولين وایي، د دغه ولسواليو غنم د ټول ولايت لپاره بسنه نه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون