رپوټ: مهتمم صالح
له تيرو څو مياشتو څخه په کندهار کي خلګو له دې امله سر ټکوی، چي له کندهاره هندوستان ته الوتني نه کېږي، خو د کندهار احمدشاه بابا ملکي هوايي چلند مسئولين وايي، هيله لري، چي له راتلونکي شنبې د ورځي څخه به هندوستان ته سفرونه پیل سي.
د کندهار د ملکي هوايي چلند رئيس مسعود احمد پښتون وايي، چي اوس هم د کندهار څخه متحده عربي امارات، د ايران مشهد ښار او نورو نړيوالو پروازونو تر څنګ هند ته هم سفرونه پیلېږي.
هغه وایي، د کورونا تر څنګ ځني نوري ستونزي لکه د مخدره توکو قاچاق د دې لامل سوی وو، چي هندوستان له کندهار هوايي ډکر څخه خپلي الوتني ځنډولي وې.
هغه وایي، اوس يې په احمدشاه بابا هوايي ډګر کي د مخدره توکو د تشخص له پاره په لوړه ټيکنالوژي سمبال ماشينونه نصب کړي دي، چي نن يې افتتاح وسوه.
د افتاح پر مهال د کورونيو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې عمومي رئیس سميع الله پوپلزي و ويل، چي د دغه ماشين په واسطه به ټول هغه کسان تشخص کړل سي، چي غواړي په نس کي نشه یي توکي انتقال کړي.
هغه وايي، ياد مشاشين د یو لک پينځوس زره امريکايي ډالرو په لګښت رانيول سوی دئ، چي کولای سي په درې دقيقو کي يو کس تشخص کړي.
د کندهار د ملکي هوايي چلند مسولين وايي، د احمدشاه بابا هوايي ډګر امنيتي ځواکونه هم کولای سي، چي هغه کسان چي نشه یي توکي انتقالوي، د رواني لحاظه هم تشخص کړي، ځکه دوی کولای سي، د هغوی د حرکاتو څخه دغه کسان وپيژني.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون