د کندهار زرګونه خلګ او مشران په هيواد کي د سرتاسري سوله غواړي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار مشران او زرګونه ولسي وګړو په يوه لويه غونډه کي په هيواد کي د دايمي سولي غوښتنه وکړه.

دوی وايي، ورستيو جګړو ټول هيوادوال له ستونزو سره مخ کړي دي، نو بايد نور د جګړې ټغر ټول کړل سي.

دغه مشران وايي، د کندهار خلګ د هغه سولي څخه ملاتړ کوي، چي د محلي سولي څخه پيل سي، تر سرتاسري سولي پوري ورسېږي او هغه سوله وي، چي ولسونه پکښي خپل ځان وويني.

دوی وايي، د وسله والو طالبانو اکثره مشران د لوی کندهار دي، نو بايد د سولي په پروسه کي د لوی کندهار مشرانو ته لويه ونډه وکړل سي.

دغه راز دوی وايي، مرکزي حکومت د لوی کندهار مشرانو ته خپل حقوق نه دي ورکړي، چي باید دغه مشرانو ته خپل حقه حقوق وکړي سي.

د کندهار قومي مشران زياتوي، خپله په کندهار کي هم ولسونه او مشران پاشل سوي دي او بايد دوی په خپلو منځونو کي په يووالي او اتفاق سره په دغه ولايت کي ټولو ستونزو ته د حل لاري ولټوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...