په کندهار کي بې ځايه سوي کورنۍ: د ژمي په راتګ سره مو ستونزي څو چنده ډېري سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار له ډېرو ولسواليو او دغه راز د د ګاونډي ولايتونو څخه زرګونه کورنۍ د جګړو له امله د ښار ته را بې ځايه سوي دي.

اوس دغه بې ځايه سوي وایي، چي په يخ کي يې ستونزي څو برابره سوي دي او د شپې تېرولو ځای نه لري، چي له امله یې ډېرو ستونزو سره مخ سوي دي.

دوی وایي، که عاجلي مرستي ورته ونه رسيږي، نو دوی او کوچنیان به یې له ډېرو ستونزو سره مخ سي.

دغه بې ځایه سوي زیاتوی، جګړو ورڅخه هر څه اخیستي دي او يوازي په يوه جوړه کاليو کي يې ځانونه امن سيمو ته رسولي دي، خو دلته بیا د يخ له امله د شپې خوب ورباندي حرام سوی دئ.

دوی د چارواکو څخه غوښتنه کوي، چي په دغه حالاتو کي ورته عاجلي مرستي ورسوي.

د کندهار د کډوالو چارو ریاست مسئولین بیا وايي، چي دوی تر اوسه څلوېښت سلنه بې ځایه سوو ته مرستي رسولي دي.

د کډوالو چارو رئیس دوست محمد نایاب وایي، چي دوی تر دې مهاله (۶۰۵۰) کورنۍ راجستر کړي دي، چي د هغه جملې څخه یې شاوخوا دوه زره کورنيو ته مرستي رسولي دي، چي په هغه مرستو کي نغدي پيسې، خوراکي توکي او خېمې شاملي دي.

هغه وایي، اوس هم د دوی د سروې څلور ټيمونه هر ورځ تر دوه سوه زیاتي کورنۍ راجسټر کوي.

تيري دوې ورځي په کندهار هوا ډېره يخه سوې ده، خو په دغه ولايت کي زرګونه بې ځايه سوي کورنۍ اړ دي، چي له خپلو اصلي کورونو ليري په ستونزو کي ژوند وکړي.

دوی وايي، په خپلو کورونو کي چي رقم وايي، شپه یې په ارامۍ وه، خو جګړو دوی ته سر پر سر ستونزي جوړي کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...