رپوټ: مهتمم صالح
هر کال په ژمي کي په کندهار کي د ګازو له امله د زیاتو کسانو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي، چي ځيني کسان يې د اورلګېدني او ځيني کسان يې بیا د مسموم له امله ژوند د لاسه ورکوي.
د کندهار ميرويس روغتون د داخله واټ مسئول ډاکټر عزت الله نېکزاد له تجارانو غواړي، چي ښار ته با کيفيته ګاز را وړي، تر څو خلکو ته روغتيايي ستونزي جوړي نه سي.
هغه وايي، دغه بې کيفيته ګاز هم د دې لامل دئ، چي ډېر کسان مسموم کړي او يا هم د اورلګېدني لامل کېږي.
د ډاکټر نېکزاد په خبره خلګ هم په دغه برخه کي ډېره بې پروايي کوي، چي د دوی دغه بې پروايي د مرګ سبب کېږي.
هغه وایي، ډېر وخت په کورونو کي د ګازي بخارۍ او ګېزرونو څخه غير معياري استفاده کيږي، چي د غلط استعمال له امله يې په کورونو کي خطرونه پېښ کړي دي، نو خلګ دي په دغه برخه کي پوره احتیاط وکړي.
تېره پنجشنبه د کندهار ښار د پنځمي امنيتي حوزې اړوند د يوه کور اووه کسان د ګازو له امله مړه سوي وه، دغه راز پروسږ کال هم په دغه ولايت ډېر کسان ګاز و وژل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون