کندهار ښاريان وايي، په ښار کي د معتادينو شمیر زيات سوی او خلک يې له بیلابیلو ستونزو سره مخ کړي دي

راپور: مهتمم صالح

په هیواد کي رواني جګړې، د کار نه شتون او د نشه يي توکو ډېره کر کيله ددې لامل سوي، چي د معتادينو شمېر ډېر سي.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په ښار کي د متادينو شمېر زيات سوی او خلک يې له بېلابیلو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وايي، متادين د نشه يي توکو د رانیولو لپاره له دوی څخه هر ډول شیان غلا کوي.

دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، چي د دغه معتادینو لپاره یو مجهز روغتون جوړ کړي، تر څو د معتادينو سمه درملنه پکښي وسي.

بل خوا معتادين وايي، اکثره یې د کورنۍ د نورو غړو له خوا په نشه روږد سوي دي خو اوس نه سي کولای له دې ستونزي څخه په اسانۍ ځان خلاص کړي.

دوی وايي، دولت دي یې غم وخوري، که یې چیري ښه درملنه وسي نور به له نشو څخه لاس واخلي.

که څه هم په کندهار کي د معتادينو لپاره ځيني روغتونونه سته خو لا هم د ښار په بیلابیلو سيمو کي معتادين د سړکانو پر غاړه پراته وي او نشه يي توکي استعمالوي، چي د بېلابیلو ناروغیو لامل کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...