سولي شورا د ولایتي کمیټو د دفترونو د تړلو امر کړی دی

د سولي عالي شورا په ۳۴ ولایتونو کي د سولي د ولایتي کمیټو دفترونه تړلي دي.

د سولي عالي شورا د دارالانشا ریٔس محمد عمر داوودزي د سیمه ییز ارګانونو له خپلواکي ادارې غوښتي چي په ټولو ولایتونو کي د سولې شورا د ولایتي کمیټو دفترونه وتړي.

دده په خبره دغه دفترونه په موقته توګه تړل کیږي او ځايي ادارو ته یې سپارښتنه کړې ده، چي ټول اسناد او دفتري توکي په امانته توګه وساتل سي.

د سولي عالي شورا د خپلي دغه پریکړي موخه نه ده په ډاګه کړې خو له ځايي ادارو یې غوښتي چي د سولې شورا د پلاوي تر ورتګ پوري دي ددغه وسایلو په ساتنه کي پام وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...