دبغلان پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځۍ څخه ۴۳ تنه انجوني او هلکان فارغه سول

راپور: نور ګل اندړوال

دبغلان پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځي دلسمي دورې  په فراغت غونډه کي دپوهنتون استادانو  د ادبیاتو پوهنځي په هیوادکي  دفکري تولید ستري سرچیني بللي او دشمیر په زیاتیدو یې ټینګار کړی .
دوی ویلي چي تازه فارغ سوي کسان به بغلان کي دادبیاتو په برخه سته ستونزي حل کړي او ټولني به دکلتوري یرغلونو څخه په ترلاسه کړي پوهي وژغوري.
په همدې حال کي تازه فارغ سوو کسانو بیا ویلي چي که حکومت ورته کاری زميني برابرې نه کړي اړ دي چي په ناقانونه لارو بهرنیو هیوادونو ته دتګ لپاره زړه ښه کړي .

دبغلان پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځي له لسمې دورې څخه سږ کال ۴۳ تنه انجونې او هلکان فارغ او خپل سندونه یې ترلاسه کړل .
دبغلان پوهنتون مسٔولین وايي چي دژبو او ادبیاتو له پوهنځي فارغ سوی کسان کولای سي بغلان  چي دپښتو ادب په برخه کي سته ستونزي حل کړي او ټولني له کلتوري یرغلونو څخه وژغوري .
دپوهنتون استادان د ادبیاتو پوهنځۍ دفکري تولید سرچینې بولي او په هېواد کي یې  دشمیر په زیاتیدو ټینګار کوي .
له پوهنتون تازه فارغ سوي زده کړیالان بیاوايي څلور کلن زده کړیز مزل  یې دزیاتو ستونزو په شتون کي پای ته رسولی او  له حکومته غواړي چي کاري زمینه ورته برابره کړي .
دبغلان پوهنتون فارغ سوي زده کړیالان وايي چي هرکال دهېواد په بیلابیلو ولایتونو کي زرګونه تنه له پوهنتونونو فارغیږي چي د کاري زمینو دنه شتون له امله یې ځيني دترهګرو ډلو پر لیکو ورګډیږي او یو شمیر یې بیا په ناقانونه لارو دکار لپاره بهرنیو هېوادونو ته دتګ لپاره زړه ښه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...