کندهار ښاريان: هيله لري چي د ولسمشر د ټاکل کېدو سره به کاروبارونه بیرته شروع سي

رپوټ: مهتمم صالح

کندهار ښاريان وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو اعلان دوی اميدواره کړي، چي په هيواد کي به بیرته کارو بارونه پیليږي.
دوی وايي، د پايلو ځنډ د کارونو مخه نيولې وه او خلګو د ماښام يوه ګوله ډوډۍ نه سوای پيدا کولای، خو اوس تمه سته چي بیرته به کاروبارونه پیل او خلګو ته به د کار زمینه برابره سي.

خو يو شمېر ښاريان بیا اندېښنه لري، چي د اشرف غني او عبدالله عبدالله مخالفتونه به هيواد بحراني کړي.

دوی وايي، دغه مخالفتونه پر کار وبار منفي اغېزې کولای سي او ښايي ټول کاروبارونه په ټپه ودریږي.

دوی غوښتنه کوي، چي حکومت دي تر خپل منځي اختلافاتو تېر سي او د سولي له پاره دي کار وکړي.

ښاريان زياتوي، نور د جنګ کولو وخت نه دئ بايد د جنګ ښکېلي غاړي هم له جنګه لاس واخلي او د يو واحد هيواد د جوړېدو هڅه وکړي.

د دوی په خبره حکومت دي له تيرو تجريبو څخه په استفاده د يو ښه حکومت د رامنځته کولو پلان جوړ کړي، څو د هيواد د ټولو قومونو په خیر اوسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...