د کندهار امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې ۹ وسلهوال طالبان نیول سوي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل مطیع الله هلال وایی چې دغه عملیات تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د کارېزک په سیمه کې تر سره کړي دي.
د هلال په خبره، په دغو عملیاتو کې ۹ وسلهوال نیول سوي، ۹ موټرسایکلونه، یو سراچه موټر او درې هغه روغتیایي کتنځایونه چې د وسلهوالو درملنه پکښی کېدل، له منځه وړل سوي دي.
طالب وسلهوالو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون