افغان حکومت: د اېشیا فونډېشن وروستۍ نظر پوښتنه یې مطالعه کړي ‌دي

افغان حکومت وايي، د اېشیا فونډېشن وروستۍ نظر پوښتنه ‌یې مطالعه کړي او د دې کلنۍ نظر پوښتنې پر بنسټ چمتو سوي راپور کي د افغانستان د خلکو لاسته راوړني او په مخ کې پراته چلنجونه په ښه توګه منعکس سوي دي.

افغان حکومت د معیارونو مطابق او په مسلکي ډول د ترسره سوو تحقیقي راپورونو، نظر پوښتنو او عمومي سروې‌ ګانو هرکلی کوي او په پوره دقت ‌یې پر وړاندیزونو غور کوي.

دا خبره د ولسمشر اشرف غني ویاند نجیب ازاد، د اېشیا فونډېشن د وروستۍ نظر پوښتنې په اړه رسنیو ته وکړه.

اېشیا فونډېشن د سې شنبې په ورځ د خپلې ۱۳مې کلنۍ نظر پوښتنې نتایج خپاره کړل او وايي، ډېری هغو کسانو چې په دې نظر پوښتنه کې یې برخه اخیستې د افغانستان د راتلونکې په اړه تر پخوا یو څه زیاته خوشبیني ښودلې او فکر کوي چې هېواد یې پر سم لور روان دی.

که څه هم یو شمېر کتونکي د افغانستان روانو کړکېچنو حالاتو ته په کتو دا نظر پوښتنه پر خوشبینۍ ولاړه بولي، خو نجیب ازاد وویل، په دې سروې کې د بریاوو او ستونزو دواړو یادونه سوې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...