اروزګان: د سبزیجاتو په برخه کي په ځان د بسیا کیدو په حال کي دي.

اروزګان چي یو کرنیز ولایت دي او زیات شمیر اوسیدونکی  یې په کرکیله بوخت دي کروندګر یې وایي، په عصري بڼه دکرنیزو حاصلاتو ترلاسه کول یې ګټه زیاته کړي او په مارکیټ کي یې د خلکو اړتیاوي تر ډیره پوره کړي دي.

ددغه ولایت د کرني ریاست لخوا د کروندګرو لپاره د شنو خونو جوړیدل کروندګر خوشحاله کړي او وایي، هر ورځ د همدې شنو خونو څخه ترلاسه سوي بادرنګ او رومیان مارکیټ  ته وړي او د خلکو اړتیاوي پوره کوي.

دوی وایي، په دغه ولایت کي د شنو خونو څخه ترلاسه سوي سبزیجاتو یې نه یوازي د نورو هیوادونو څخه د سبزیجاتو د راوړلو مخه نیولې بلکې د هغو کسانو له پاره هم یوښه بوختیا ده کوم چي تردې مخکي یې د کوکنارو کرکیله کوله.

د اروزګان د کرني ریاست مسوولین هم وایې، چي د تیر یوه کال راهیسي د هندوستان هیواد او نورو مرستندویه ادارو په مالي لګښت لسګونه شنې خوني په مرکز ترینکوټ کي د کروندګرو لپاره جوړي کړی دي او غواړي چي په راتلوونکی کلونو کي دغه لړۍ تر ولسوالیو پوري هم وغځوي.

د کرني رییس زلمي الکو وایي، د شنو خونو څخه هره ورځ کروندګر لسګونه زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي او بې روزګاره کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره سوې ده.

د اروزګان والي محمد نذیر خروټي هم په دغه ولایت کي د کرني ریاست لخوا د کروندګرو لپاره د شنو خونو جوړیدل ګټوری  بولي او وایي، چي اوس مهال په عصري بڼه د

کرنیزو حاصلاتو ترلاسه کول د خلکو پراقتصاد ښه اغیزه کړې او دوی به هڅه وکړي چي د ولایت څخه بهر ورته مارکیټ پیدا کړي.

خروټي وایي، د شنو خونو د جوړیدو لړۍ به تر ولسوالیو هم وغځول سي او دکرني د ریاست لخوا به د ځایې کروندګرو سره د اړتیا پروخت همکاري کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...