دفاع وزارت: پلان لري چي په جنوب کي هوايي، ځواکونه دوه برابره زیات کړي.

د لوی درستیز رئيس ارکان تورن جنرال محمد حبیب حصاري وايي، دفاع وزارت د نورو پلانونو تر څنګ پلان لري چې په جنوب کې هوايي ځواکونه دوه برابره زیات کړي.

هغه د چهار شنبې په ورځ په کندهار کې د دوه سوه پنځم اتل قول اردو څخه د لیدنې پر مهال وویل، وسله والو ډېره هڅه وکړل چې په جنوبي ولایتونو کې ځیني ولسوالۍ سقوط کړي خو افغان ځواکونو هغوی ته سخته ماتي ورکړې ده.

ده وویل، وسله والو طالبانو پلان درلود چې په جنوبي ولایتونو کې ځیني ولسوالۍ سقوط کړي او پر دې پلان یې په خپل ټول توان کار وکړ خو هدف ته ونه رسېدل.

د کندهار د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال امام نظر بهبود بیا وویل، په جنوبي حوزه کې د افغان ځواکونو ښه همږغي د دې لامل سوې چې وسله وال د سختي ماتي سره مخ سي.

هغه وویل، په دې وروستیو کې يې د روزګان په ترینکوټ او کندهار په نېش، غورک، خاکرېز او میوند ولسوالیو کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه وویل، که څه هم وسله والو طالبانو ډېره هڅه وکړل چې مقاومت وکړي خو افغان ځواکونو وسله وال تر هوایي او مځکنیو بریدونو لاندي ونیول.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...