رپوټ خالد همت
د کندهار اوسېدونکي وايي، دغه ولایت ته له بهر څخه د راتلونکو کسانو له امله د کورونا پېښي زیاتيږي، چي کېدای سي دلته خلګ له یو لوی خطر سره مخ سي.
دوی وايي، هغه کسان چي له بهره راځي باید کرنتین سي او یا يې هم معاینات وسي، تر څو د کورونا په اړه یې مالومات وسي.
دوی وایي د کندهار اکثره کسان بې وزله او غریب دي، نو که چیري دا ناروغي دلته زیاته سي ډېر کسان به په اخته سي او یو لوی ناورین به راسي.
پر همدې مهال د کندهار د عامي روغتیا مرستیال ډاکټر موسي جان سلطاني وايي، له تیرو دوو میاشتو راهیسي یې خلګو ته د دې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کي د عامه پوهاوي پروګرامونه، دواپاشي او نور اړین کارونه دوامداره ساتلي دي.
دی وایي، موږ شمېرې اعلان کړي دي، تر څو خلګ په دې برخه کي ورسره همکاري وکړي او هغه کسان چي د کورونا علایم ولري روغتون ته ورولي.
د موسي جان په خبره، په دې برخه کي خلک تر ټولو ښه همکاري کولای سي، ځکه خلګ په خپله سیمه کي له هغه کسانو څخه خبریږي، چي له بهره راغلي وي او یا هم دلته د کورونا وایروس علایم ولري.
دا په داسي حال کي ده چي په کندهار کي د کورونا اته پېښي نوري هم زیاتي سوي دي، خو بلخوا بیا ځيني کسان چي د دې ناروغۍ علایم ولري، یا هم روغتون ته مراجعه نه کوي او یا هم ځان نه کرنتین کوي، چي له دې سره د دې پيښو د زیاتېدو خطر سته.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون