رپوټ: مهتمم صالح
د ولايتي شورا په يو غونډه کي د دغه شورا رئیس سيدجان خاکرېزوال وویل، د کندهار د عامي روغتيا رياست مسئولينو د کورونا په برخه کي خپله دنده په سمه توګه نه ده کړې.
هغه وويل، په عينو مېنه کي چي کوم روغتون د کورونا ناروغانو له پاره جوړ سوی دئ، کارکونکي يې خپله دنده په سمه توګه نه کوي.
خاکرېزوال وايي، د عامي روغتيا رياست مسئولين بايد د کورونا وايروس په مخنيوي کي ښه مديريت وکړي، څو د دغه فاجعې مخه ونيول سي.
خاکرېزوال وايي، هغه پیسې چي د کورونا سره د مبارزې په برخه کي کندهار ته ځانګړي سوي دي، د هغه مصرف له پاره هيئت ټاکي تر څو دا پيسې په سمه توګه مصرف سي.
هغه زياتوي، دوی په قسمي شکل د ښار د تړل کېدو ملاتړ کوي، خو غوښتنه کوي، چي دوکاندارانو ته دي مياشتنۍ کرايي وبخښل سي، تر څو هغوی د بې کارۍ په دغه شپو او ورځو کي له دغه باره خلاص سي.
بلخوا کندهار ښاريان هم وايي، د عامي روغتیا رياست بايد مخکي تر دې چي کندهار ښار ته د کورونا وايروس داخل سوی وای، د ښار دخولي دروازې کنټرول کړي وای، چي د دغه فاجعې مخه نيول سوې وای.
دوی وايي، اوس هم کندهار ته د نورو ولايتونو څخه خلګ راځي، خو ښار د هغه غریبو ښاريانو له پاره بند دئ، چي د ماښام يوه ګوله ډوډۍ نه لري.
کندهار ته د کورونا وايروس سره د مبارزې له پاره ۱۵۰ ميلیونه افغانۍ ورکړل سوي دي، چي کندهار ښاريان هم اندېښنه لري، چي ښايي دغه پيسې شخصي جېبونو ته ولوېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون