په کندهار کي د روزګان اډې موټروانان: تر اوسه دغي اډې ته د عامه پوهاوي روغتیايي ټیمونه نه دي راغلي

رپوټ: خالد همت

د کندهار ځیني خلګ لا هم د کوروناوایروس د مخنيوي په خاطر عامه پوهاوی نه لري، چي له دې سره دوی د دغه وایروس په اړه تدابیر نه نیسي او پاملرنه نه ورته کوي.

 په کندهار کي د روزګان اډې موټروانان هم وایي، تر اوسه دغي اډې ته د کورونا وایروس د مخنيوي په خاطر د عامه پوهاوي روغتیایي ټیمونه نه دي ورغلي، او دوی د دغه وایروس په اړه هیڅ عامه پوهاوی نه لري.

دوی وایي، په دغه اډه کي لا هم موټروانان د پخوا په څېر زیات مسافر په موټرونو کي کښېنوي او د مخنيوي له پاره یې تر اوسه چا مخه نه ده نیولې.

په کندهار کي د عامي روغتیا مرستیال موسی جان سلطاني بیا وایي، په ښار او ولسوالیو کي یې د کویډ ۱۹ یا کوروناوایروس د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوی پرګرامونه او پیغامونه، د همکارو موسسو، رضا کاره کارکوونکو، او ډاکټرانو له خوا خلګو ته ورکول سوي او په پام کي لري چي د روزګان اډه او نور هغه ځایونه چي پاته دي هلته به هم د دوی له خوا د عامه پوهاوي پرګرامونه تر سره سي.

کندهار هغه ولایت دئ چي د ډيرو نورو ولایتونو لاري هم ورڅخه تیریږي ځکه خو مسئولین له خلګو غواړي چي سخت تدابیر ونیسي. خو ځيني کسان چي د دې ناروغۍ علایم ولري یا هم روغتون ته مراجعه نه کوي او یا هم ځان نه قرنطین کوي چي له دې سره د دې پيښو د زیاتېدو خطر سته.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...