رپوټ: مهتمم صالح
کندهار يو له هغو ولايتونو څخه دئ، چي د کورونا ډېري مثبتي پېښي لري او دغه پېښي د ډېرېدو په حال کي دي.
د ياد ولايت د عامي روغتيا سرپرست محمد طاوس اشرف نادري په يوه خبری کنفرانس کي وويل، چي په دغه ولایت کي تېره پنجشنبه د کورونا نهه نوري پيښي ثبت سوي دي، چي اووه په هغه سمپلونو کي دي، چي کابل ته استول سوي وه او دوې هم د کندهار په حوزوي لابراتوار کي ثبت سوي دي.
ډاکټر نادري وايي، په دغه کسانو کي ځيني روغتيا پالان دي، خو تر څنګ يې کورونا وایروس په ټولنه کي خپور سوی دئ، چي ښايي ډېر کسان په اخته سي.
هغه زياتوي، د کورونا وایروس د خپرېدو د مخنيوی يوازينۍ لاره د ښار کرنتین کول دي، اوس مهال هم دغه کرنتين زياتي ګټي رسولي دي.
بلخوا کندهار والي حيات الله حيات د خبري کنفرانس پر مهال وویل، هغه پيسې چي دولت کندهار ته د کورونا سره د مبارزې له پاره ورکوي سل میلیونه دي، چي تر اوسه نه دي ورکړل سوي.
هغه وايي، د دغه پیسو يوه برخه به غريبو ښاريانو ته ورکول کيږي او نوري به پر امکاناتو مصرف سي.
کندهار ته په تيرو دريو ورځو کي شاوخو ۳۷ زره کسان له پاکستان څخه راوښتي دي، چي د عامي ورغتيا رياست مسولین په دغه کسانو کي يوازي پنځه کسه شکمن وه، چي د عينو مېني ۳۵۰ بستريز روغتون ته انتقال کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون