د حج و اوقاف په ریاست کي د دغه ریاست علماوو شورا، چاپېریال ساتني او اطلاعات و فرهنګ ریاستونو په ګډه د کندهار ښار د علماوو، خطیبانو او ملاامامانو سره د کورونا پر وړاندي د مبارزې په اړه ناسته وکړل او په دې اړه یې پر مبارزې ټینګار وکړ.
د حج اوقاف رئيس قاضي محمد عمر وویل، اوس وخت د جګړې نه بلکي د کورونا وایروس پر ضد د مبارزې وخت دئ او باید د جګړې اړخونه له هر ډول تاوتریخوالي لاس واخلي.
د کندهار د علماوو شورا رئيس عبیدالله فیضاني بیا پر یووالي او اتفاق ټینګار کوي او وایي، چې ټول افغانان باید د کورونا وایروس سره مبارزه وکړي او د روغتیايي کارکوونکو لار ښووني تعقیب کړي.
علمای کرامو ډاډ څرګند کړ، چي د کورونا وایروس سره د مبارزې له پاره د منبر او رسنیو له لاري د عامه پوهاوي پروګرام دوام لري او د هر انسان دیني مسئولیت دئ، چي د دې وژونکي ناروغۍ څخه خپل ځان او کورنۍ وساتي.
دوی وویل، دیني عالمان په ټولنه کي دا مسئولیت لري چي د کورونا په اړه د مساجدو له لاري عامه پوهاوی خپور کړي او خلک دې ته متوجه کړي، تر څو د روغتیايي کارکوونکو لارښووني جدي عملي کړي.
په افغانستان کي اوس مهال د کورونا وایروس له امله ډېر ښارونه تړل سوي او د خلکو تګ راتګ هم محدود سوی، تر څو د کورونا وایروس د لا ډېر خپرېدو مخنیوی وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون