غریبان: په کندهار کي دي چارواکي تر هر څه دمخه د خوراکي توکو مرسته وکړي

رپوټ: خالد همت

په کندهار کي د کورونا وایروس د مخنیوي په خاطر له تېرو څو ورځو راهیسي د ورځي له خوا ښار قرنطین دئ او کاروبارونه ولاړ دي، چي له دي سره غریبي کورنۍ خوراکي او غیر خوراکي توکي نه لري.

 په کندهار کي غریبي کورنۍ وایي، حکومت او تجاران دي له دوی سره تر هرڅه دمخه د خوراکي توکو مرستي وکړي، ځکه دوی نه کوم کاروبار لري او نه د خوراک له پاره څه لري.
دوی وایي، مرکز دغه ولایت ته د غریبو کورنیو له پاره مرستی را استولي، خو دوی ته نه دي رسېدلي.

بلخوا په دغه ولایت کي د حج او قاف رئیس محمد عمر وایي، تجاران دي د خپلي شتمنۍ زکات غریبانو ته ورکړي، ځکه که چیري پر یوه ځای کي شتمن خلګ د خپل مال زکات ورکړي، هیڅ غریب په پاته نه سي، نو پر خانانو دا لازمه ده چي خیرات او زکات وکړي او د غریبو کسانو اړتیاوي پوره کړي.

صنعتکاران او تجاران هم وايي، چي اوس مهال د غریب کاره کسانو له پاره روزانه مزدوري او نور کار نسته، نو له هغوی سره مرستي لازمي دي چي باید وسي.

یو تن صنعتکار فیض الحق مشکانی وایي، دا چي اوس مهال په کندهار ښار کي د ورځي له خوا هیڅ ډول کار د غریبکارو یا روزانه والا له پاره نسته، نو د هغوی سره باید تجاران او نور خانان کومک وکړي.

دی وایي، هڅه کوي چي له غریبو او اړمنو کورنیو سره هر اړخېزي مرستي وکړي.

کندهار ته د کرونا ویروس په خاطر د مرکز لخوا ۱۰۰ مېلونه افغاني استول سوي، چي ۱۰ ميلیونه ئې غریبو کورنیو ته ځانکړي سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...