په بغلان کي له اتو میاشتو راهیسي ملي اردو له یوه روغتیايي مرکز او ښوونځي څخه د سنګره کار اخلي

رپوټ: نورګل اندړوال

دجرخشک د سیمي قومي مشران وايي، چي اړتیا ئې د کورونا وایروس په خپرېدو سره روغتیايي مرکز ته زیاته ده او تر پنځوسو د زیاتو کليو خلګ د دې روغتیايي مرکز په بندېدوسره روغتیايي خدماتو ته لاس رسی نه لري.
دسیمي کوچنیان که څه هم د ښوونځي په بندېدو سره بې زده کړو سوي، خو وايي چي حکومت دې یواځي د دوی کلینیک ورته خلاص کړي او د ملي اردو مرکز دي له کلینیکه وباسي.
د بغلان سرپرست والي عبدالقدیم نیازی وايي چي نظامي شورا پرېکړه کړې ده، چي ژر دي د جرخشک له ښوونځي او روغتیايي مرکز څخه د ملي اردو ځواکونه و وځي او ځان ته دي یو نظامي پوسته جوړه کړي.     
د بغلان د جرخشک دسیمې اوسېدونکي وايي چي د پنځوسو کليو کوچنیانو او خلګو له یاد ښوونځي او روغتیايي مرکز څخه ګټه اخیستل، چي د تیرو نهو میاشتو راهیسي د دې ښوونځي او روغتیايي مرکز په تړل کېدو سره خلګ او کوچنیان هم له درملني او هم له زده کړو څخه بې برخي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...