زابل چي د هیواد په سهیل کي پروت ولایت دئ، خلګ ئې د نا امنیو تر څنګ د ځايي مسئولینو د بې کفایتۍ او ناوړه چلند څخه سخت کړیږي او په دې ولایت کي د کابل کندهار ۱۷۰ کیلومتره لویه لار تېره سوې ده، چي تر ډېره ئې د امنیت د ټینګښت مسئولیت د پولیسو په غاړه دئ.
د کابل – کندهار د لويي لاري یو شمېر موټر چلوونکي چي په زابل کي تېرېږي، وايي تر بل هر
وخت د زابل په مربوطاتو کي زیاتي پیسې ور څخه اخیستل کېږي، ځوریږي او حتا وهل
کیږي.
دوی وایي څو ځله ئې په دې اړه د زابل مسئولینو ته
خبرداری هم ورکړی دئ، خو حالت ورځ تر بلي
خرابېږي او نور دوی مجبور
دي، چي یا پر دې لویه لار
تګ راتګ پرېږدي او یا هم به په
کاروبار کي تاواني او بې عزته سي.
دا موټروانان وايي، نور د دې حالت څخه تر پزي سوي دي او باید مرکزی حکومت د زابل په پولیسو کي بنیادي بدلون او اصلاحات راولي.
د زابل یو شمېر اوسېدونکي/قومي مشران هم په دې وروستیو کي د زابل د پولیسو ناوړه حالت او چلند اندېښمن کړي؛ دا اوسېدونکي وايي، چي د پولیسو له لوري د پیسو اخیستل، د خلګو وهل او وژل پر دې لویه لار زیات سوي او باید د زابل د مسئولینو تر څنګ مرکزي حکومت د دې لويي لاري په اړه ځانګړې پاملرنه وکړي
د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان وايي، چي د پولیسو له لوري د پیسو اخیستل د ولایتي لوړپوړو مسؤلینو په آمر ترسره کیږي او دوی په دې اړه اسناد هم لري. ښاغلی حق بیان وايي د زابل امنیتي وضعیت او د خلګو او موټر چلوونکو چلند د اندیښنې وړ دی، که چیري مرکزي حکومت ودې ولایت ته پاملرنه ونکړي، زابل به بدو حالاتو سره مخ سي.
د زابل سرپرست امنیه قوماندان که څه هم د دې ستونزو په اړه د خلګو ادعاوي ردوي خو د موټر چلوونکو او عامو خلګو څخه غواړي چي دوی ته دې رسمي عریضه وکړي تر څو يې ستونزي حل کړي کنې خلګ دې بې ځایه ادعاوي نکوي.
په وروستیو کي د زابل د امنیتي حالت تر څنګ اوس خلګ د پولیسو د ناوړه چلند او د پیسو اخیستلو څځه سخت په تکلیف دي او پر مرکزي حکومت ږغ کوي چي روان حالت ورته د منلو وړنه دئ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون