رپوټ: مهتمم صالح
د دوشنبې په ورځ د کندهار د پوهني رياست پر عمومي سړک د رسمي ديني مدارسو يو شمېر حق الزاحمه ښوونکو د اعتراض په شکل لاره تړلې وه.
دوی ادعا کول، چي د پوهني رياست ئې د اتو مياشتو معاش نه دئ اجراء کړی.
دوی وايي، تر هغه دغه لاره نه ایله کوي، تر څو د پوهني رياست ئې معاش اجرانه کړي.
دوی غوښتنه کوي، چي باید د دوی معاش پر وخت ورکړل سي، څو دوی خپلي اړتياوي پوره کړي.
خو د کندهار د پوهني رئيس محب احمد روښان وايي، د حق الزحمه ښوونکو د معاشاتو په اسنادو کي د ستونزي دي چي له امله ئې وزارت د دوی معاشونه بند کړي دي او دا ستونزه د خیالي او هوايي ګمارنو له امله ده، چي په وينا ئې د ده له راتګ دمخه دا مشکل جوړ سوی دئ.
هغه زیاتوي پروسږ کال د ښوونځيو له پاره له مرکز څخه د پنځه زره او د اسلامي تعلیماتو لپاره د دولس سوه د منظورۍ غوښتنه سوې ده، په داسي حال کي چي د اسلامي تعلیماتو په برخه کي ضرورت شپږ سوه ښوونکو ته وو او دا ښوونکي د زده کوونکو د شمېر له مخي استخدامیږي.
په کندهار کي ۳۷۵ قراردادي ښځينه ښوونکي هم سته، چي د تيرو نهو مياشتو څخه ئې معاش نه دئ اخيستی.
خو د کندهار د پوهني رئیس وايي، د باالمقطع ښځينه ښوونکو، ۱۷۵۰ د ښوونځيو او تر اووه سوه زیات د اسلامي تعلیماتو د ښوونکو معاشونه تر راتلونکو دوو اوونيو پوري ورکوي، خو د خیالي تشکیلاتو راپور په هیڅ صورت نه سي، تېرولای.