رپوټ: مهتمم صالح
د کندهار د درملو اتحادیې غړي وايي، د عامي روغتيا ریاست سره ئې د دايمي مرستو د لړۍ څخه دا ځل د کورونا وايروس د خپرېدو د مخنيوی په خاطر د ساتندويي توکو مرسته کړې ده.
دوی وايي، په دغه توکو کي د اووه لکه افغانیو، ماسکونه، دستکلې، لباسونه او د مکروب وژني درمل شامل دي.
دوی زياتوي، دغه توکي د ميروس روغتون او عينو مينې د روغتون له پاره د عامي روغتيا ریاست ته ورکړل سوي دي.
د کندهار د عامي روغتيا رئیس محمد طاوس اشرف نادري وايي، دغه توکي دوی په خپل ګدامونو کي ساتي او د اړتيا پر وخت استفاده ور څخه کوي.
هغه وايي، د عامي روغتيا ریاست دغه روغتيايي توکو ته اړتيا لرل، نو ځکه ئې د دوا اتحاديې ته ليست سپارلی وو.
د عامي روغتيا رئیس له سوداګرو څخه غوښتنه کوي، چي په دغه حساسو حالاتو کي د عامي روغتيا ریاست سره د طبي توکو مرسته وکړي.
هغه وايي، دوی نغدي پيسو ته اړتيا نه لري، خو هر څوک چي د روغتيا ریاست سره مرسته کوي، بايد روغتيايي توکي ورکړي.