ښاریان: موږ د کورونا په اړه تدابیر نیولي دي، خو د عامي روغتیا ریاست له خوا کومه همکاري نه ده سوې

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار د شاه بازار دوکانداران وايي، دوی تر يو اندازې د کورونا وايروس په اړه احتياطي تدابیر نيولي دي، خو د عامي روغتيا رياست له خوا دوی ته د دغه وايروس په اړه هيڅ معلومات نه دي ورکړل سوي.

دوی وايي، په دغه بازار کي د خلګو ګڼه ګوڼه هم زياته ده، خو خلګ تر اوسه د کورونا جدي نه ګڼي، دا ځکه چي خلګ یې په اړه پوره معلومات نه لري.

دغه دوکاندار وايي، دوی تر خپله وسه احتياطي تدابير نيولي او خلګو ته يې هم توصيه کړې ده، خو بسنه نه کوي، ځکه دوی يې خپله په اړه معلومات نه لري.

دوی له خلګو غوښتنه کوي، چي د کورونا وايروس جدي وګڼي او خپل ځانونه له دغه وايروس څخه وژغوري.

دوی زياتوي، دا چي خلګ اوس د نظافت مراعت ته اړتيا لري، نو ځکه يې د پرېوللو په ځینو شیانو کي تخفيف کړی دئ.

خو د کندهار د عامي روغتيا رئیس محمد طاؤس اشرف نادري وايي، دوی د رسنيو د لاري د عامه پوهاوي پروګرامه او پيغامونه تر خلګو رسولي دي.

هغه وايي، تر يو لک زيات ليکل سوي پیغامونه يې هم پر خلګو وېشلي دي، څو د وقایې له پاره استفاده ور څخه وکړي.

په کندهار کي تر اوسه لا هم ځيني ځايونه ډېره ګڼه ګوڼه وي، چي ډېرو کسانو هيڅ احتياطي تدابیر هم نه وي نيولي، چي ښايي له امله يې ډېر کسان په کورونا اخته سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...