په کندهار کي په لومړي ځل د مځکني توتو کښت تجربه سوی، چي ښه نتيجه يې ورکړې ده

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي له پيستې او زعفرانو وروسته اوس د مځکني توت کښت تجربه سوی دئ، چي ښه نتيجه يې ورکړې ده.

د کندهار د کرهڼي رئيس حافظ الله سيعدي وايي، د کندهار اقليم د مځکني توت له پاره ښه او مساعد دئ او کولای سي ښه حاصلات ورکړي.

هغه وايي، دغه نبات کولای سي چي په يوه کال کي زيات نوي بوټي هم وکړي، څو په نوره مځکه کي یې هم کښېږدي.

خو سعيدي وایي، مځکني توت نازک دي، نو بايد د يخچالي موټرانو په واسطه تر نورو ولايتونو يوړل سي.

د مځکني توتو يو کښتګر سميع الله اغا وايي، دغه کښت په درې مياشتي کي پر حاصلاتو راځي چي کولای سي، په يوه کال کي درې فصله حاصل ورکړي.

هغه وايي، د مځکني توت بازار ښه دئ او په ښه بيه خرڅيږي، نو دغه کښت د نشه یي توکو ښه بديل کېدای سي، چي باید کروندګر پاملرنه ورته وکړي.

سميع الله اغا زياتوي، د مځکني توت کښت که په مسلکي ډول په رېګنه خاوره او شنو خونو کي وسي، تر ډېرو کلونو پوري دوام کوي او کولای سي چي په هر کال کي يې حاصلات زيات سي.

د کندهار ولایت چي ښه اقلیم او حاصلخیزه خاوره لري، په دې وروستویو کي نوی بوټي پکښي تجربه سوي، چي ښه نتیجه یې ورکړې ده او د زیاتو حاصلاتو په اخیستلو سره د نشه یي توکو د کښت یو ښه بديل بلل سوی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...