له کندهاره هلمند ته د نېښ له پاره هره ورځ لسګونه کسان ځي

رپوټ: خالد همت

سږ کال یو ځل بیا په هلمند او ځینو نورو ولایتونو کي زیات کوکنار کرل سوي دي، چي په نږدې راتلونکي کي یې نېښ شروع کېږي.

د نېښ له پاره له کندهاره هلمند او ځینو نورو ولایتونو ته لسګونه کسان ځي، تر څو یو څخه پيسې وګټي.

دوی وایي، پوهېږي چي دا سمه مزدوري نه ده، خو په هیواد کي د بېکارۍ له امله مجبوره دي چي دا خواري وکاږي او د کورنۍ له پاره یوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي.

دغه کسان وایي، دا چي د کورونا وایرس له امله اکثره هوټلونه، فابرېکې او نور کارځایونه بند سوي دي، نو ډېر کسان ور سره بې کاره سوي او روزانه مزدوري هم نه پيدا کیږي.

دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي، چي د کار زمېنه ورته برابره کړي، تر څو نېښ ته ولاړ نه سي او حلاله روزي پيدا کړي.

د کندهار په ځینو ولسوالیو کي هم سږ کال کوکنار کرل سوي دي، خو ویل کیږي چي تر پروسږ کال يې کر کم دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...